"د يو تازه خبر له مخې د کابل ښار په زړه کې د الماني عسکرو په مرکز فدايي بريد ترسره شو چې له امله يې درنه مرګ ژوبله او مالي تلفات واوښتل.
د راکړل شوي خبر په حواله نن سهار شاوخوا 8 بجې د کابل ښار د 15 مې حوزې اړوند قصبې سیمه کې د الماني یرغلګرو په یوه مرکز د قهرمان مجاهد محمود چې د لغمان اوسېدونکی وو، لخوا فدايي برید ترسره شو.
بريد په داسي حال کې ترسره شو چې الماني عسکر له خپل مرکز نه د را وتلو په حال کې وو.
ددې کامياب فدايي بريد په نتيجه کې له مرکز نه 2 راوتونکي نظامي موټر چې المانيان پکې سپاره ول په مکمل ډول ويجاړ 10 او له دې علاوه 10 تنو خارجيانو ته مرګ ژوبله واوښته.
برید د منفجره موادو نه ډک يوه لنډکروزر موټر په وسیله ترسره شو چې د المانيانو د مرکز نظام قراول، دروازه او ودانۍ ته يې زيات زیان واړاوه.
دغه برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې صرف دا تیره ورځ د کابل ادارې استخباراتو لافه کړې وه چې ګڼې د ډيرو بریدونو مخه يې نيولي ده او ګواګې نور په کابل کې فعال شوي دي.
2013-12-11
افغانستان